غزني تخنیکي پوهنتون ته د اعتبار ورکولو د لومړۍ مرحلې ارزوني بهیر پای ته رسیدو په تړاو

teug_admin
Sat, Aug 24 2024 4:20 PM
ه

غزني تخنیکي پوهنتون ته د اعتبار ورکولو د لومړۍ مرحلې ارزوني بهیر پای ته ورسید.
۲۰/صفرالمظفر/۱۴۴۶ سپوږمیز
۰۳/وږی/۱۴۰۳ لمریز
۲۴/اګست/۲۰۲۴ زېږدی

د کېفیت تضمین او اعتبار ورکولو د لومړۍ مرحلې ارزوني بهیر د پنځو کاري ورځو په جریان کي له دوشنبې څخه تر نن شنبې ورځې پوري د لوړو زده کړو محترم وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو محترم ریاست څخه د راغلي (۵) کسیز پلاوي هریو:

1. پوهنوال رضوان الله ممله وال د ننګرهار پوهنتون استاد
2. پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک د شیخ زاید پوهنتون استاد
3. پوهنمل محمدامین امین د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد
4. نعیم الله مومند د لوړو زدهکړو د تحصیلي بنسټونو د تضمین کیفیت آمر
5. د خصوصي تحصیلي بنسټونو د برنامو اعتبار ورکولو کارپوه محمدراشد راسخ له لوري پاي ته ورسېده.
یاد پلاوي د پوهنتون د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د لومړۍ مرحلې ټول اسناد په دقت او پوره پاملرني سره وڅېړل او همدا ډول یې د غزني تخنیکي پوهنتون له ټولو اسانتیاوو او امکاناتو لیدنه وکړه.

نوموړي پلاوي نن شنبه د غزني تخنیکي پوهنتون له رهبری سره خپله ورستۍ غونډه کې د ارزوني په بهیر کي د پوهنتون له هر اړخیزي همکارۍ مننه وکړه او د اعتبار ورکولو د لومړۍ مرحلې د پروسې په اړه یي د غزني تخنیکي پوهنتون رهبرۍ ته معلومات ورکړل چي پایلې به یي ډېر ژر د پوهنتون سره شریکي شي.

په دې وروستۍ ناسته کې د غزني تخنیکي پوهنتون رئیس پوهنمل فدامحمد محمدي له یاد پلاوي مننه وکړه او هیله یي څرګنده کړه چي د غزني تخنیکي پوهنتون ادارې به د پلاوي سره د دوی د غوښتنې مطابق همکاري کړې وي.

د یادونې وړ ده، چي غزني تخنیکي پوهنتون دا مهال د تضمین کېفیت او اعتبار ورکولو د لومړۍ مرحلې لپاره کانديد دی.

Latest news

Thu, Feb 26 2026 10:23 AM
Background image

! خبرتیا

د غزني تخنیکي پوهنتون د دری ګونو پوهنځیو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کیږي،چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د پسرلني سمستر درسونه د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د کب (حوت)میاشتې په (۱۶) نېټه پیل کیږي؛ نو په همدې. . .

Tue, Oct 14 2025 12:35 PM
Background image

Three-Day Workshop on Essential Computer Usage in Office Administration!

Three-Day Workshop on Essential Computer Usage in Office Administration Launched!

20 Rabiʿ al-Thani 1447 AH
21 Mizan 1404 SH
13 October 2025 AD

A three-day training workshop titled “E. . .

Sat, Aug 02 2025 9:40 AM
Background image

!د غزني تخنيکي پوهنتون د خزاني سمستر درسونو د پیل او نوو بریالي شوو زده کړیالانو د نوم لیکني خبرتیا

د غزني تخنيکي پوهنتون ټولو محصلینو، په ځانګړي ډول جدیدالشمولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چي د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري میاستي په ۱۱مه نیټه ، چي د شنبې ورځي  سره برابره ده، دد خزاني سمستر. . .

BACK TO NEWS