د اضحيه (قرباني) اړوند علمي سمينار دائر شو!

teug_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۱:۳۲
i

د اضحيه (قرباني) اړوند علمي سمينار دائر شو!

۵/ذوالحجة الحرام/۱۴۴۶ هـ.ق
۱۲/جوزا/۱۴۰۴ هـ.ش
۲/جون/۲۰۲۵ م

نن ورځ دوشنبه، د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د پوهنتون د کادري، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د «اضحيه (قربانۍ)» اړوند یو مهم او ارزښتناک علمي سمينار د پوهنتون د غونډو په تالار کې دائر شو.

سمينار د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالرحمن سعد له لوري پیل شو.
وروسته نوموړي د سمينار د پیل وینا واوروله، چې پکې يې د اضحيې د فريضې ارزښت، حکمت، د قربانۍ د ورځې فضیلت او د همدې موخي لپاره د یاد سمينار د دائرېدو اړتیا باندې خبرې وکړې.

ورپسې د غزني تخنيکي پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي ګلبدین احمد يوسف د اضحيه (قرباني) اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د قرباني شرعي حیثیت، مشروعيت، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او حضرت ابراهیم علیه‌السلام د اضحيه فلسفه، فقهي احکام، شرایط، مستحق کسان، وخت، ډولونه، او د قرباني پر وړاندې د امت مسؤلیتونه په تفصیل سره تشریح کړل.

هغه د اضحيې روح، د تقوا پېغام، د اخلاص اصل، او د الله تعالی سره د بنده د ارتباط نښه وبلله، او زیاته یې کړه چې دا سنت د امت د یووالي، ایثار او فداکارۍ ژور پیغام لري.

د سمينار ګډونوالو له دې علمي او دیني پروګرام څخه خوښي وښوده او دا ډول پروګرامونه يې د اسلامي پوهاوي، دیني بیدارۍ او شعوري پرمختګ لپاره ارزښتناک وګڼل، دوی له ادارې څخه وغوښتل چې دا ډول پروګرامونه دې دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

د اضحيه (قرباني) اړوند علمي سمينار دائر شو!

د اضحيه (قرباني) اړوند علمي سمينار دائر شو!

۵/ذوالحجة الحرام/۱۴۴۶ هـ.ق
۱۲/جوزا/۱۴۰۴ هـ.ش
۲/جون/۲۰۲۵ م

نن ورځ دوشنبه، د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ۱۴۰۴ کال د وری ماشتي نوبتي ناسته

د وری میاشتې اداري شورا نوبتي ناسته د غزني تخنيکي پوهنتون په رياست مقام کې دائره شوه!

۱۹/ شوال المکرم/ ۱۴۴۶ هـ.ق
۲۷ / حمل / ۱۴۰۴ لمريز
۲۶ / اپريل / ۲۰۲۵ ميلادي

تيره ورځ چهارشنبه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د غزني تخنيکي پوهنتون کارمندانو ته د آمربالمعروف او نهي عن المنکر قانون دریمه برخه تشريح شوه!

۱۱/ رمضان الکريم/ ۱۴۴۶ھ.ق
۲۱/حوت/ ۱۴۰۳لمريز
۱۱/ مارچ/ ۲۰۲۵ميلادي

نن ورځ سه شنبه، د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون کادري، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د. . .

BACK TO NEWS