د غزني تخنیکي پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت

Insert image

دغزني تخنیکي پوهنتون  دمسلکي پراختیا مرکز لنډه پیژندنه

د لوړوزده کړو وزارت هر وخت هڅه کوي ترڅو په ښه کیفیت مسلکي او په کار پوه کادرونه د ټولنې اړتیاوو ته په کتو و روزي. په ۲۱مه پېړۍ کې له یوه استاد څخه د علمي او اکاډمیک چاپېریال هیلې او غوښتنې د یوه سنتي تدریسي بحث څخه اوړي او  ډېر ټینګار یې پر دي وي‌ چي محصلین باید د فعالې زده کړې په پروسه کې را ګډ کړي، د علم او پوهې د لېږد پروسې کې اړین او معاصر روشونه و مهارتونه په خپل پوهنتون کې له نوي لیدلوري سره وکاروي او له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه ګټوره استفاده وکړي. له دې لارې شونې ده چې د کار بازار ته اغېزناکه کاري قوه له بشپړې پوهې او مهارت سره وړاندې کړلی شي. همدې محلوظ ته په پام سره د لوړو زده کړو وزارت د یوې پالیسي جوړونکې ادارې په توګه اړینه بولي، څو خپل ځان ډاډمن کړي چې د هېواد هر پوهنتون دغه موضوع لازمه پاملرنه کوي او د تحصیلي بنسټ په کچه یې خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولي.

د لوړو زده کړو د پرمختیايي پروګرام (HEDP)  په مرسته نه یوازې د استادانو؛ بلکې د اداري او تخنیکي کارمندانو د مسلکي پوهې د لوړولو او د اوسني تحصیلي سیسټم د معیاري کولو له پاره یو بل مهم اقدام کړی، چې هغه په پوهنتونونو کې د مسلکي پرمختیايي مرکزونو (Professional Development Center ) چي د PDC مخفف ده ایجادول دي. دغه مرکزونه به په تدریس او زده کړه، د ښې ادارې او مدیریت، څېړونو او نورو تخنیکي برخو کې د استادانو او کارمندانو مسلکي پوهه د لازمو مسلکي روزنیزو برنامو او امکاناتو په برابرولو، مدیریت کولو او ارزولو کې کار وکړي.

 د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت، د یوه دولتي اکاډمیک بنسټ په توګه د ملکي لوړو زده کړو قانون او په دې برخه کې د نورو نافذو تقنیني اسنادو په رڼا کې د علمي کادر غړو ته د مسلکي پراختیا لوړونې چارو کې فرصتونه رامنځته کوي او استادان د څېړنې، تدریس او علمي نوښتونو په برخه کې روزي او هڅوي، څو  د پوهنتون له شته امکاناتو څخه پوره استفاده وکړي او ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسساتو ته په مرکز او ولایتونو کې امکانات مساعد کړي.

دغزني‌ دتخنیکي‌ پوهنتون د هیواد په سطه دوهم پوهنتون ده چي یوازي په انجنیري برخه کي فعالیت کوي. او په وروستیو دوه کلونو کي يی زیات پرمختګونه کړي چي له همدي جملی څخه یی یو هم  د ۱۴۰۲ کال په جریان کي د علمي معاونیت په چو کاټ کي  د PDC مرکز ایجادول دي چي د لوړو زده کړو د ۴۸۱ ګڼه او ۲۴/۱۲/۱۴۴۴ نیټه متکب په اساس یجاد او دایجاد سره یی سم فعالیت پیل کړل . د PDC مرکز د وزارت او پوهنتون اهدافو او ستراتېژیو ته په کتو د خپلو ستراتېژیکو لیوالتياوو په ټاکلو سره خپل لرلید، رسالت او موخې ټاکلي او په لاس ته راوړلو کې به يې خپله پوره پوره هڅه کوي.

 

 

دمسلکي پراختيا مرکز اداري جوړښت

د PDC مرکزونه په خپل تشکیل کې یو مسؤل، دوه اداري کارکوونکي، یو اجیر، او مشورتي بورډ لري. یاد مرکز ته د لومړي ځل لپاره دغزني تخنیکي پوهنتون دالکترو میخانیک پوهنځی دطبعي علومو یوتن استاد نوماند پوهنیار نیک محمد ریښتین معرفي کړل شو او دلوړو زده کړو وزارت دمنظوري څخه وروسته یی خپل کارونه په رسمي دول پیل  کړل. د مرکز مسؤل او مشورتي بورډ به د پوهنتون په تشکیل کې د علمي کادر غړي وي، ترڅو وکولی شي په ښه ډول چارې مخ ته بوځي. دPDC  مرکز اداري جوړښت دندي او لایحه وظایف يي په لاندي ډول په مکمل ډول تشریح شوي دي .

 

د مسلکي پراختیا  مرکز مسؤلیتونه

  • د PDC مرکز لیرلید، رسالت او موخو ته درسېدو لپاره د پوهنتون د ستراتېژیو سره سم د چارو پرمخ وړل.
  • د روزنیزو پروګرامونو له پاره اوږد مهاله، کلني، شپږ میاشتني او میاشتني پلانونو ترتیبول.
  • د پوهنتون علمي، اداري او محصلانو چارو معاونیتونو، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو او د مرکزونو د مسؤلیتونو سره په تفاهم په علمي، اداري او تخنیکي برخو کې د مسلکي روزنیزو برنامو جوړول همدارنګه د زده کړو نوو لارو او رشونو عامول.
  • له ښوونیزې ټکنالوژۍ څخه د استادانو د ګټه اخیستنې په برخه کې د ظرفیت لوړول.
  • د عوایدو ترلاسه کولو په موخه د خصوصی لوړو زده کړو مؤسساتو، دولتي او غیر دولتي ادارو ته روزنیز پروګرامونه دایرول
  • د PDC مرکز او روزنیزو برنامو د تمویل له پاره د داخلي او خارجي مرستندویانو سره اړیکې ټینګول.
  • د روزنیزو برنامو مدیریت، ترتیب، ثبت نام، ارزونه او تصدیق پاڼې ورکولو چارې مخ ته وړل.
  • استادانو ته د تدریس او زده کړې (OBE-SCL)، څېړنو او رهبري په برخه کې مسلکي روزنیز پروګرامونه برابرول.
  • د ادارې او تخنیکي کارکوونکو له پاره په اړوندو برخو کې لازم روزنیز پروګرامونه چمتو کول.
  •  د علمي برنامو او موادو د شریکولو له پاره د Content Management System (CMS) یا د موادو (محتوا) د مدیریتي سیسټم کارول.
  •  د علمي او مسلکي برنامو له پاره منظم ډېټا بیس درلودل.
  •  د روزنیزو برنامو په بشپړېدو سره استادانو او کارکوونکو ته د تصدیق پاڼو ورکول.
  •  د روزنیزو برنامو ارزیابي کول.
  •  د پوهنتون علمي معاونیت ته په منظمه توګه کړنليک ورکول.
  • استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د مسلکي او حقوقو اخلاقو لنډ مهاله ټرېننګونو برابرول.

  دمسلکي پراختیا مرکز دمسؤل دندي

  • د PDC مرکز دندې په مسؤلیت سره سرته رسول.
  • اهدافو ته د رسېدو په موخه د مياشتني، ربعوار او کلني پلانونو جوړول او پشنهادول.
  • د روزنیزو مسلکي پروګرامونو عملي کول او مدیریت.
  • د علمي هئیت او مسلکي پراختیا بورډ په ناستو کې د علمي منشي په توګه فعاله ونډه اخیستنه.
  • د مرکز د فعالیتونو په اړه د پوهنتون رهبري په ځانګړي توګه علمي معاونیت ته راپور ورکول.
  • د روانو پروګرامونو څارنه او نظارت.
  • د مرکز د عوایدو د ترلاسه کولو له پاره هڅې کول.
  • د PDC د پرمختګ او روزنیزو برنامو د تمویل د پاره د مرستندویه ادارو سره اړیکې ټینګول.
  • د پوهنتون د رهبري، پوهنځیو، څانګو او مرکزونو سره اړيکه ساتل.
  • د پوهنتون د ننه او بهر په اړونده غونډو کې فعاله برخه اخېستل.
  • د مشورتي بورډ په مشوره د روزنیزو پروګرامونو په ګوته کول او په لاره اچول.
  • د مشورتي بورډ فیډباک د پوهنتون رهبري سره شريکول.
  • د PDC سټاف څخه منظمه څارنه.
  • معاونيت علمي ته کړنليک ورکول.
  • د انکشافي پلان جوړول او د هغې تطبيق
  • د محصللانو مسلکي مهارتونو په اړه د رياستونو او لوړو زده کړو وزارت سره د جلساتو نيول

مشورتي بورډپېژندنه

د PDC مرکز يو مشورتي بورډ لري، چې د مرکز د رسالت په پوره کولو کې مرسته کوي، ددې مشورتي بورډ موخه د مسلکې روزنیزو برنامو د پاره د لارښوونو او مشورو ورکول دي. د بورډ غړي د اوسني عصر سره سم، د اړتیا مطابق او د پوهنتون موخو ته په کتو لازم روزنیز پروګرامونه پیشنهادوي، ترڅو په اړونده ساحه کې مسلکي پوهه لوړه او د وخت سره سم ظرفیت لوړونه شوي وي. د بورډ غړي به د تدریس او زده کړو د نویو میتودونو، رهبري او مدیریت، څېړونو او نورو اړخونو کې پوه، ماهر او مسلکې اشخاص وي، ترڅو وکولای شي دروزنیزو پروګرامونو په پلانولو، لمړيتوب ټاکلو او ارزولو کې ښه رول ولوبوي او د مرکز د پرمختګ سبب شي.

لرليد

د غزنی تخنیکي پوهنتون د مسلکي پرمختيا مرکز به د هيواد په کچه د استادانو او اداري کارکوونکو د مسلکي پرمختګ په برخه کې يو مخکښ مرکز وي

 رسالت

په تخصصي برخو کې استادان او کارکوونکو ته د هراړخیزو اړینو سرچېنو په کارولو سره د لازمو او نویو مهارتونو، کړنو او کړنلارو انتقالول او زمينه برابرول.

موخي

  1. د تدريس او  زده کړو د کيفيت لوړول.
  1. د څېړنو د کيفيت لوړول.
  2. د ښه مديريت او د غوره رهبرۍ مهارتونو ته وده ورکول.
  3. د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون د کارکوونکو د مهارتونو لوړول.
  4. په تخنيکي برخو کې د استادانو او اداري کارکوونکو د مهارتونو لوړول.
  5. د تدريس د نويو مېتودونو غښتلي کول.
  6. د کيفيت د لوړاوي او ستراتېژيک پلان کمېټو د غړو د ظرفيت لوړول.
  7. د Blended Learning او E-Learning په برخو کې د استادانو د ظرفيت لوړول.
  8. د روزنیزو پروګرامونو د لارې د عوایدو لاس ته راوړل
  9. په ملي او نړيواله کچه د اعتبار لوړولو له پاره هڅې کول
  1. د استادانو او کارکوونکو مسلکی وړتیاوو د ودې په موخه هڅې کول
  2. د اړینو مهارتونو د لېږد لپاره د فرصتونو برابرول
  3. د تحصیلي سیستم معیاري او اوس مهالنی کولو له پاره هڅې کول
  4. د پوهنتون د ستراتېژیک پرمختګ او بریاوو لړۍ ګړندۍ کولو له پاره هځې کول

د مشورتي بورډ(Advisory Board)  دندې

  • د مرکز په غونډو کې په منظمه توګه ګډون.
  • د مرکز ستراتیژیک او عملیاتي پلانونو په جوړولو کې د پوهنتون د لرلید، رسالت، اهدافو او ستراتېژیو سره سم په اړوندو برخو کې خپله پوهه او مشورې شریکول.
  • په پوهنتون کې د ښې رهبرۍ، مدیریت، تدریس، زده کړو او تخنیکي چارو د پرمختګ او مسلکي کېدلو لپاره د روزنیزو برنامو د پلان کولو په برخه کی مشورې ورکول.
  • د روزنیزو برنامو څارنه او په اړه يې خپل نظریات او وړاندېزونه د مرکز سره شریک کول.