د یو ملت هر اړخیز پرمختګ او وده د لوړو زده کړو د پیاوړي نظام پورې اړه لري. که چیرې وغواړو چې په ځان بسیا افغانستان ولرو، نو اړینه ده، چې د هېواد پر تحصیلي بنسټونو داسې پانګونه وشي، چې پر ملي او نړیوالو معیارونو پوره او ځواب ویونکي ووسي.
زموږ موخه د هېواد د لوړو زده کړو د یو معیاري او با کیفیته سیستم رامنځ ته کول دي، چې د ټولنې د غوښتنو په وړاندې ځواب ووایي او د سیمې او نړۍ په کچه د باور څښتن وي.