د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ پیژندنه
د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي لنډه تاریخچه
د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ د لوړو زده کړو وزارت د رهبري د 12/9/1392 هـ ش نېټې د فیصلې په اساس د 1393 کال لپاره په پام کې ونیول شوه. غزني تخنیکي پوهنتون او د پوهنتون په اډانه کې د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ د وزیرانو شورا د (2) ګڼه (11/1/1393هـ ش) نېټه مصوبې په اساس تأسیس شو.
تر 2/2/1402 هـ ش نېټې پورې د غزني تخنیکي پوهنتون یواځې د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ درلوده چې په لاندې څانګو باندې مشتمله وه:
- جیولوجي او کانونوانجینري څانګه
- سیول انجینري څانګه
- برېښنا انجینري څانګه
- انرژي انجینري څانګه
د جیولوجي او کانونوانجینري څانګه
د جیولوجي او کانونو انجینري فارغ ورکوونکې څانګه د لوړو زده کړو وزارت (2) ګڼه (11/1/1393هـ ش) نېټې مصوبې پر اساس منظوره شوې ده.
د برېښنا څانګه
برېښنا انجینري فارغ ورکوونکې څانګه د لوړو زده کړو وزارت (2) ګڼه (11/1/1393هـ ش) نېټې مصوبې پر اساس منظوره شوې ده.
سیول انجینري څانګه
سیول انجینري څانګه د لوړو زده کړو وزارت د سر پرست او د علمې معین تر ریاست لاندې عالي شوری له خوا د (5) ګڼه (15/7/1398هـ ش) نېټې مصوبې په اساس منظوره شوې.
انرژي انجینري څانګه
انرژي انجینري څانګه د لوړو زده کړو وزارت د سر پرست او د علمې معین تر ریاست لاندې عالي شوری له خوا د (5) ګڼه (15/7/1398هـ ش) نېټې مصوبې په اساس منظوره شوې.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د غزني تخنیکي پوهنتون په بې ساري هڅو او د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو د وزارت د مهربانۍ له مخې د (8) ګڼه (2/2/1402هـ ش) نېټې مصوبې په اساس لاندې پرمختیاوې راغلې:
- د الکترو میخانیک پوهنځۍ د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ څخه د دوو (برېښنا او انرژي) څانګو په بېلېدو او همدارنګه د طبعي علومو نوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې په اخېستو سره رامنځته شوه.
- د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ د (جیولوجي او کانونو څانګې) نوم د (جیواوجي او کانونو اکتشاف) څانګې نوم ته واوښت.
- د اسلامي ثقافت اوټولنیزیو علومو غیر فارغ ورکوونکې او د نفت او ګاز فارغ ورکوونکې څانګې د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ په چوکاټ کې رامنځته شوې.
د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ د تغیراتو له پړاوونو څخه وروسته لاندې فارغ ورکوونکې او غیر فارغ ورکوونکې څانګې لري:
- د جیولوجي او کانونو اکتشاف انجینري فارغ ورکوونکې څانګه
- سیول انجینري فارغ ورکوونکې څانګه
- نفت او ګازانجینري فارغ ورکوونکې څانګه
- اسلامي ثقافت او ټولنیزو علومو غیر فارغ ورکوونکې څانګه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اداري تشکیل
جیولوجي او کانونو پوهنځی لاندې اداري تشکیل لري:
- د څانګو اجرائیه مدیریت (5) بست
- عمومي تدریسي مدیریت (4) بست
- سېول څانګه
- د سېول څانګې لابرانټ
- جیولوجي او کانونو اکتشاف څانګه
- د جیولوجي او کانونو اکتشاف څانګه
- اسلامي ثقافت او ټولنیزو علومو څانګه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کادري تشکیل
د جیولوجي او کانونو پوهنځي علمي کادر غړي د علمي رتبو په اساس په لاندي ډول دي:
- جیولوجي او کانونو اکتشاف څانګه
- پوهنمل محمد نعیم سروري
- پوهنمل اسدالله شاکر
- پوهنمل محمد حسین بهزاد
- پوهنیار محمد صادق عظیمي
- پوهنیار محمد لطیف رحیمي
- پوهنیار محمد حنیف رحیمي
- پوهنیار شا حسین شفایي
- سېول څانګه
- نوماند پوهنیار سلیمان احمدي
- نوماند پوهنیار سلیمان احمدي
- نوماند پوهنیار محمد اشرف آرمل
- نوماند پوهنیار اسدالله زیار
- اسلامي ثقافت او ټولنیزو علومو څانګه
- نوماند پوهنیار قدرت الله منصور
- نوماند پوهنیار عبدالله عابد
- نوماند پوهنیار محمد الله حامد
- نوماند پوهنیار سعید احمد فوزان
- نوماند پوهنیار سید محمد آیوب روحاني
- نوماند پوهنیار زین الحق فیضي
- نوماند پوهنیار بشیر احمد احمدي
- نوماند پوهنیار محمد رحیم ابو ادریس
- نوماند پوهنیار میرویس حلیم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لید لوری(Vision)
د جیولوجي او کانونو انجینري پوهنځۍ غواړي په ملي کچه د یو پیژندل شوي او معتبر بنسټ په توګه، د بازار او ټولنې د اړتیاوو سره سم د ژمن او مسلکي انجینرانو د روزلو او غوره څېړنو د تر سره کولو په اساس، خپل علمي او څیړنیز موقف لاسته راوړي.
مأ موریت (Mission)
د جیولوجي او کانونو انجینري پوهنځۍ د ملي ګټو د تضمین په پار د مجربو استادانو، لوړو علمي او څېړنیزو فعالیتونو په واسطه غواړي خپلو موخو ته ورسیږي.
موخې
- اصلي موخه
د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ پلان لري چې د هیواد د علمي، تخنیکي او اقتصادي ټیکاو لپاره په اسلامي تربیت، ژمنتیا او مسلک باندې مزین علمې کادرونه ټولنې ته وړاندي کړي.
- فرعي موخې
- ملي معیاري اعتبار لاسته راوړل
- په ملي کچه څیړنیز موقف لاسته راوړل
- د اغیزناکه حکومتولي او فساد سره د مبارزې په پار اداري سیسټم پیاوړی کول
- د لوړو زده کړو د طرزل العمل په رڼا کې د نصاب تطبقول
- د پوهنځۍ د کیفیت د تضمین او کیفیت لوړوالي لپاره هڅې کول
- د پر مختللې ټکنالوژۍ او نویو میتودونو پرمټ د الکترونیکي زده کړو فرصت رامنځته کول
- د پوهنتون له رهبري سره د اړینو زیربیناوو اړوند مؤثر او مثمر نظریات شریکول
- د پوهنځۍ اړوند استادانو او کارمندانو د ظرفیت لوړونې لپاره منظم عملیاتي او تطبیقي پلانونه چمتو کول
- کیفیت لرونکي خدمات وړاندي کول