د غزني تخنیکي پوهنتون د مالي او ادري مرستیال لنډه پېژندنه(بیوګرافي)

Insert image

 

 

زوکړه او پیدایښت

د غزني ولایت د تخنیکي پوهنتون مالي او اداري مرستیال محترم مفتي ګلبدین احمد یوسف د حاجي ملا عبدالسلام زوی په ۱۳۷۲ه. ش کال - چې له ۱۴۱۴ه. ق کال سره سمون لري - د غزني ولایت د ناوې ولسوالي د ملک الدین کلي په یوې دینداره کورنۍ  کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او د ژوند د سفر پر لاره یې د پیل قدمونه کېښودل.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې یې له خپله پلاره – چې د دیني علومو استاد و – پیل کړې. د اسلامي علومو بنسټونه او فنون  یې د پاکستان هیواد کویټې ښار په حکیميه او نورو اسلامي مدرسو کې زده کړل. نوموړي خپل زده کړییز او علمي بهیر ته ځنډ ور نه کړ او په کال ۱۴۳۹ه. ق کې یې د کچلاق ښار په جامع العلوم الاسلامیه مدرسه کې د دیني زده کړو کوچنۍ دوره بشپړه کړه. دې علمي بهیر دوام وکړ، چې په نتېجه کې یې له خیرالمدارس دیني مدرسې څخه په ۱۴۴۰ه. ق کال د اسلامي زده کړو د لویې دورې سند واخیست. ښاغلی احمد یوسف له دې وروسته بیا هم جامع العلوم الاسلامیه ته مخه کړه او د تخصص الفقهه عالي دوره یې له ۱۴۴۱ه. ق کال نه تر ۱۴۴۲ه. ق کال پورې بشپړه کړه.

د اسلامي امارت تر چتر لاندې کړي خدمتونه

ښاغلی ګلبدین احمد یوسف په ۲۰۰۹ م کال په خپل هیودا افغانستان کې د ازادۍ د لښکر(اسلامي امارت) تر چتر لاندې دین او هیواد ته د خدمت لېچې را ونغاړلې؛ د اسلامي امارت تر چتر لاندې یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې بېلابېلو مسؤلیتونو ته اوږه ورکړه او له دې لارې یې اسلام او ولس ته د خدمت ویاړ په خپله برخه کړ.

د هیواد له ازادۍ او د کفري لښکرو تر فتحې وروسته د هیواد ننګرهار ولایت ته له یو جهادي او خدمتي سفر وروسته خپله لومړنۍ ادري دنده په ۱۴۰۱ه. لمریز کال د غزني ولایت د ناوې ولسوالي د امر بالمعروف د آمر په توګه پیل او اداري خدمت او فعالیت ته یې هم پیل کړ؛ په دې اداري بست کې تر یو کلن خدمت وروسته په ۱۴۰۲ه. لمریز کال کې د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د ریاست الوزرا عالي مقام ته پیشنهاد او د دې مقام د عالي حکم په اساس د غزني تخنیکي پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په حیث معرفي شو. اوسمهال څه باندې یو کال کېږي چې د دې ادارې د مالي او اداري مرستیال په حیث هیواد ته خدمت کوي؛ چې په لنډ وخت کې یې د غزني تخنیکي پوهنتون اداره د ګڼو لاسته راوړنو شاهده ده او لا یې هم خدمت او لاسته راوړنې دوام لري!!