د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ پیژندنه

Insert image

د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي  لنډه تاریخچه

د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ د لوړو زده کړو وزارت د رهبري  د 12/9/1392 هـ ش نېټې د فیصلې په اساس د 1393 کال لپاره په پام کې ونیول شوه. غزني تخنیکي پوهنتون او د پوهنتون په اډانه کې د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ د وزیرانو شورا د (2) ګڼه (11/1/1393هـ ش) نېټه مصوبې په اساس تأسیس شو.

تر 2/2/1402  هـ ش نېټې پورې د غزني تخنیکي پوهنتون یواځې د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ درلوده چې په لاندې څانګو باندې مشتمله وه:

  1. جیولوجي او کانونوانجینري څانګه
  2. سیول انجینري څانګه
  3. برېښنا انجینري څانګه
  4. انرژي انجینري څانګه

د جیولوجي او کانونوانجینري څانګه

د جیولوجي او کانونو انجینري فارغ ورکوونکې څانګه د لوړو زده کړو وزارت (2) ګڼه (11/1/1393هـ ش) نېټې مصوبې پر اساس منظوره شوې ده.

د برېښنا څانګه

برېښنا انجینري فارغ ورکوونکې څانګه د لوړو زده کړو وزارت (2) ګڼه (11/1/1393هـ ش) نېټې مصوبې پر اساس منظوره شوې ده.

سیول انجینري څانګه

سیول انجینري څانګه د لوړو زده کړو وزارت د سر پرست او د علمې معین تر ریاست لاندې عالي شوری له خوا د (5) ګڼه (15/7/1398هـ ش) نېټې مصوبې په اساس منظوره شوې.

انرژي انجینري څانګه

انرژي انجینري څانګه د لوړو زده کړو وزارت د سر پرست او د علمې معین تر ریاست لاندې عالي شوری له خوا د (5) ګڼه (15/7/1398هـ ش) نېټې مصوبې په اساس منظوره شوې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غزني تخنیکي پوهنتون په بې ساري هڅو او د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو د وزارت د مهربانۍ له مخې د (8) ګڼه (2/2/1402هـ ش) نېټې مصوبې په اساس لاندې پرمختیاوې راغلې:

  1. د الکترو میخانیک پوهنځۍ د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ څخه د دوو (برېښنا او انرژي) څانګو په بېلېدو او همدارنګه د طبعي علومو نوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې په اخېستو سره رامنځته  شوه.
  2. د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ د (جیولوجي او کانونو څانګې) نوم د (جیواوجي او کانونو اکتشاف) څانګې نوم ته واوښت.
  3. د اسلامي ثقافت اوټولنیزیو علومو غیر فارغ ورکوونکې او د نفت او ګاز فارغ ورکوونکې څانګې د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ په چوکاټ کې رامنځته شوې.

د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ د تغیراتو له پړاوونو څخه وروسته لاندې فارغ ورکوونکې او غیر فارغ ورکوونکې څانګې لري:

  1. د جیولوجي او کانونو اکتشاف انجینري فارغ ورکوونکې څانګه
  2. سیول انجینري فارغ ورکوونکې څانګه
  3. نفت او ګازانجینري فارغ ورکوونکې څانګه
  4. اسلامي ثقافت او ټولنیزو علومو غیر فارغ ورکوونکې څانګه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اداري تشکیل

جیولوجي او کانونو پوهنځی لاندې اداري تشکیل لري:

  1. د څانګو اجرائیه مدیریت (5) بست
  2. عمومي تدریسي مدیریت (4) بست
  3. سېول څانګه
  • د سېول څانګې لابرانټ
  1. جیولوجي او کانونو اکتشاف څانګه
  • د جیولوجي او کانونو اکتشاف څانګه
  1. اسلامي ثقافت او ټولنیزو علومو څانګه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کادري تشکیل

د جیولوجي او کانونو پوهنځي علمي کادر غړي د علمي رتبو په اساس په لاندي ډول دي:

  1. جیولوجي او کانونو اکتشاف څانګه
  • پوهنمل محمد نعیم سروري
  • پوهنمل اسدالله شاکر
  • پوهنمل محمد حسین بهزاد
  • پوهنیار محمد صادق عظیمي
  • پوهنیار محمد لطیف رحیمي
  • پوهنیار محمد حنیف رحیمي
  • پوهنیار شا حسین شفایي
  1. سېول څانګه
  • نوماند پوهنیار سلیمان احمدي
  • نوماند پوهنیار سلیمان احمدي
  • نوماند پوهنیار محمد اشرف آرمل
  • نوماند پوهنیار اسدالله زیار
  1. اسلامي ثقافت او ټولنیزو علومو څانګه
  • نوماند پوهنیار قدرت الله منصور
  • نوماند پوهنیار عبدالله عابد
  • نوماند پوهنیار محمد الله حامد
  • نوماند پوهنیار سعید احمد فوزان
  • نوماند پوهنیار سید محمد آیوب روحاني
  • نوماند پوهنیار زین الحق فیضي
  • نوماند پوهنیار بشیر احمد احمدي
  • نوماند پوهنیار محمد رحیم ابو ادریس
  • نوماند پوهنیار میرویس حلیم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لید لوری(Vision)

د جیولوجي او کانونو انجینري پوهنځۍ غواړي په ملي کچه د یو پیژندل شوي او معتبر بنسټ په توګه، د بازار او ټولنې د اړتیاوو سره سم د ژمن او مسلکي انجینرانو د روزلو او غوره څېړنو د تر سره کولو په اساس، خپل علمي او څیړنیز موقف لاسته راوړي.

مأ موریت (Mission)

د جیولوجي او کانونو انجینري پوهنځۍ د ملي ګټو د تضمین په پار د مجربو استادانو، لوړو علمي او څېړنیزو فعالیتونو په واسطه غواړي خپلو موخو ته ورسیږي.

موخې

  1. اصلي موخه

 

د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ پلان لري چې د هیواد د علمي، تخنیکي او اقتصادي ټیکاو لپاره په اسلامي تربیت، ژمنتیا او مسلک باندې مزین علمې کادرونه ټولنې ته وړاندي کړي.

 

  1. فرعي موخې
  1. ملي معیاري اعتبار لاسته راوړل
  2. په ملي کچه څیړنیز موقف لاسته راوړل
  3. د اغیزناکه حکومتولي او فساد سره د مبارزې په پار اداري سیسټم پیاوړی کول
  4. د لوړو زده کړو د طرزل العمل په رڼا کې د نصاب تطبقول
  5. د پوهنځۍ د کیفیت د تضمین او کیفیت لوړوالي لپاره هڅې کول
  6. د پر مختللې ټکنالوژۍ او نویو میتودونو پرمټ د الکترونیکي زده کړو فرصت رامنځته کول
  7. د پوهنتون له رهبري سره د اړینو زیربیناوو اړوند مؤثر او مثمر نظریات شریکول
  8. د پوهنځۍ اړوند استادانو او کارمندانو د ظرفیت لوړونې لپاره منظم عملیاتي او تطبیقي پلانونه چمتو کول
  9. کیفیت لرونکي خدمات وړاندي کول