د الکترو میخانیک پوهنځي معرفي کول

Insert image

د الکترومیخانیک پوهنځی مخینه

د لوړو زده کړو وزارت درانه مقام د (2268 ) ګڼې د 04/09/1444 نېټې وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د ( 3305) ګڼې  10/09/1444/نېټې حکم پر بنسټ د  لوړو زده کړو وزارت د آتمې عالی شورا د ۰۳/۱۱/۱۴۴۴ نېټې ناستې په نتېجه کې د برښنا انجنیري څانګې، انرژي انجنیري څانګې او طبعی علوم غیر فارغ ده څانګو په لرلو سره رسما په فعالیت پیل وکړ.

د الکترو میخانیک پوهنځي لید لوری او رسالت

لید لوری (Vision)

الکترومیخانیک پوهنځی غواړي د ښې رهبري پر مټ  دهېواد په کچه د کار د بازار د غوښتنو مطابق په کار پوه انجنیرانو په روزلو او غوره څېړنو په ترسره کولو سره د یوه علمي-تحقیقي مرکز په توګه وپېژندل شي.

دیدگاه

پوهنحی الکترومیخانیک میخواهد رهبری خوب، تربیت انجنیران کار فهم به سطح کشور مطابق تقاضای بازار کار و انجام تحقیقات علمی منحیث یک نهاد علمی- تحقیقی شناخته شود.

کړنلاره (Mission)

الکترومیخانیک پوهنځی هڅه کوي چې د خپلو استادانو د ظرفیت لوړولو، معیاري نصاب تطبیق کولو، منظم اکادمیک چاپیریال په رامنځته کولو، له اړندوه سکتورونوسره د اړیکو په ټينګولو او د هیواد د اړتیا وړ څیړنو په ترسره کولو سره خپل لید لوری ته ورسيږي.

ماموریت

پوهنځی الکترومیخانیک تلاش مینماید با بلند بردن ظرفیت استادان، تطبیق نصاب معیاری، ایجاد محیط اکادمیک منظم، برقرار نمودن ارتباط با سکتورهای مربوطه و انجام دادن تحقیقات مورد نیاز هیواد، به دیدګاه خود برسد.

د الکترومیخانیک پوهنځی ارزښتونه

  • ټول اسلامي او افغاني مقدساتو او ارزښتونو ته درناوی
  • د افغانستان دولت او د هېواد نافذه قوانینو ته درناوی
  • انسانیت ته درناوی، ژبني، قومي، سمتي، مذهبي هر ډول تعصباتو څخه کرکه
  • خپلې ټولنې او دندې ته صادق او ژمن
  • د وطن د آبادۍ لپاره قوي اراده او د هر ډول فساد مخنیوی
  • په ښوونیزو – تحصیلي او تحقیقي چوپړتیاوو کې کیفیت
  • حساب ورکونه
  • د چارو په ترسره کولو کې شفافیت او عدالت

د الکترومیخانیک پوهنځی سټراټیژیکې موخې

  • د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو د وړتیا لوړاوی.
  • د علمي څېړنو ترسره کول.
  • د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې د دویم پړاو تېرول.
  • په مجهزو لابراتوارونو سره د ټولو څانګو سمبالتیا.
  • په پروجکټورونو او څارونکو کامرو سره د ټولګیو سمبالول او د پوهنځی دفترونو نښلول له انټرنټ سره.
  • د پوهنځی لپاره د یوې داسې خونې پیدا کول/ جوړول چې د ټولو تدریسي او اداري اړتیاوو ځواب ووایي.
  • دکتاب لوستنې لپاره د مناسب صالون لرونکی کتابتون.
  • د اکاډمیکو او اداري بستونو زیاتول د پوهنځی په اوسني تشکیل کې.
  • په اسلامي، انساني او ملي روحیه د هڅاندو، غښتلو او خلاقو محصلانو روزنه.
  • د زده کړیالانو مسلکي مهارتونو او تخصصي پوهې کیفي لوړول.

 

د الکترومیخانیک    پوهنځی تشکیلاتي جوړښت

 

 

د الکترومیخانیک پوهنځی کمېټې

د الکترو میخانیک پوهنځی کې لاندې کمېټې فعالیت کوي:

  1. د سټراټیژیک پلان کمېټه.
  2. د تحصیلي نصاب بیا کتنې کمېټه.
  3. د نظم او دسپلین او شکایتونو اوريدلو کمېټه.
  4. د ازموینو کمېټه.
  5. د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې کمېټه.
  6. د دبریښنایی زده کړو کمیټه

 

(د الکترومیخانیک پوهنځۍ د رئیس لنډه پیژندنه (بیوګرافي

د پوهنمل دیپلوم انجنیر مسعود دانشمل بیوګرافی

پوهنمل دیپلوم انجنیر مسعود دانشمل د محبوب خان زوی د مرحوم سردارخان لمسی په ۱۳۶۷ ه لمریز کال کې د وردګو ولایت چک ولسوالۍ د ګوډه دښکلې درې د بر ګوډه په کلي کې په یوه متدینه کورنۍ کې دې فانۍ نړۍ ته راغلی دی. ابتدائیه زده کړې یې د شهید مولانا غلام درویش په ابتدائیه ښوونځۍ کې سرته رسولي، متوسطه او د لېسې دوره یې د غازي ګل احمد خان په عالي ليسه کې په ۱۳۸۶ ه ش کال کې په اعلی درجه بشپړې کړې، وروسته یې د آزادو سیالیو له لارې د دوست هېواد ترکمنستان بورسیې ته لار ومونده،  او د ترکمنستان هېواد  د انرژۍ په دولتي پوهنتون(Power State Engineering University)کې یې خپل لیسانس او ماستري د بریښنا انجنیري په څانګه کې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د "Herat 110 kv elektrik podstansiyanyň ätiyaçligy awtomatiki işe goyberiji gurluşynyň kämiläşdirmek".تر عنوان لاندې د تېزس په دفاع کولو سره تکمیل  کړه. نوموړي تر فراغت وروسته د هیواد په مختلفو ادارو کې لکه د چک کثیر الرشتوي انستیتوت کې د استاد په صفت، د الهاشم ګروپ کمپني ـ امید جلالیون سهامي شرکت او خان سټیل د اوسپنې د ویلې لولو په فابریکه کې  دندې تر سره کړي دي. نوموړی په ۱۳۹۶/۰۶/۲۹ ه ش کال کې د غزني تخنیکی پوهنتون د بريښنا انجنیري څانګه کې د استاد په صفت دنده پیل او له همدي نېتې څخه تر  ۱۳۹۸/۰۷/۱۷ کال پورې یې د یادې ځانګې د سرپرست آمر په صفت دنده ترسره کړه، په ۱۳۹۸ کال کې د یاد پوهنتون د علمي او محصلانو چارو د مرستیال په توګه وګمارل شو او تر ۱۴۰۲ ه ش کال پورې یې دا مسئولیت پر مخ یووړ، اوس مهال هغه د غزني تخنیکی پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځۍ د رئیس په صفت دنده پر مخ وړي، هغه د خپل علمي سفر په ترڅ کې ځینې علمي تحقیقونه سرته رسولي او یو شمېر علمي –څېړنیزې مقالې یې په ملي او بین المللي ژورنالونو کې نشر شویدي چې یو څو یې  په لاندې ډول دي:

No

Title

Journal

1

Privatization of electricity sector in Afghanistan and it’s effects on reducing losses and energy prices in the market

International Journal of Energy and Power Engineering

2

Investigating the importance of tunnel lighting and its role in reducing traffic accidents.

Academic Journal of Research and Scientific  Publishing

3

Factors affecting the design and economic operation of distribution networks and its investigation in the 0.4 KV distribution network of Ghazni City.

Academic Journal of Research and Scientific  Publishing

4

Energy Assessment & Comparative Study of Mono and Poly Solar PV Technologies using Advanced PVsyst Software.

AAES (Archieves of advanced engineering siecnce)

5

Investigating the Maximum Electrical Demand of Arghandab and Shah Wali-kot Districts in Kandahar City

Academic Journal of Research and Scientific  Publishing

6

Enhancing Customer Satisfaction and Reducing Financial Losses: Investigating Blackouts and Proposing Solutions for Improved Electricity Distribution in Nangarhar Province.

پکتیا پوهنتون ؛ د افغانستان اقتصادي پرمختیا - ملي کنفرانس

7

Investigation of the Physical and Chemical Properties of Underground Water in Kabul City

Academic Journal of Research and Scientific  Publishing

8

Analyzing Power Losses in Ghazni City's Electricity Distribution Network and Strategies for Minimizing Them.

International Journal of Electrical Components and Energy Conversion

9

Investigation of Voltage Drop in the Primary Distribution Network of Ghazni City and Voltage Regulation in That Network

Engineering Science

10

Investigating the Effects of Electric Load Imbalance on Increasing Losses in the Electricity Distribution Network and Ways to reduce it

Academic Journal of Research and Scientific  Publishing

11

بررسی ضایعات طاقت و تنظیم ولتاژ در شبکه ولتاژمتوسط (20 KV) شهرغزنی

غزني تخنیکي پوهنتون (د پوهنمل علمي رتبې ته اصلي تحقیقي اثر)

12

بهرنۍ روښنایي، پر ټولنه او چاپېریال یې اغیزې

 

پکتیا پوهنتون قلم علمي څېړنیزه مجله  لسمه ګڼه

13

نحو محاسبه تآمین برق ساختمان های مسکونی با استفاده ازانرژی آفتابی در افغانستان

 

جوزجان پوهنتون  علمي مجله