د ۱۴۰۴ کال د وری ماشتي نوبتي ناسته

د وری میاشتې اداري شورا نوبتي ناسته د غزني تخنيکي پوهنتون په رياست مقام کې دائره شوه!
۱۹/ شوال المکرم/ ۱۴۴۶ هـ.ق
۲۷ / حمل / ۱۴۰۴ لمريز
۲۶ / اپريل / ۲۰۲۵ ميلادي
تيره ورځ چهارشنبه د غزني تخنيکي پوهنتون په رياست مقام کې د ۱۴۰۴ل کال د وری میاشتې اداري شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
یاده ناسته د پوهنتون د رئيس شيخ الحديث والقران مولوي محمداسماعیل محمدې په مشرۍ دائره شوي وه، چې د معمول مطابق د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې ښاغلي شیخ الحديث والقران مولوي محمداسماعیل محمدي د پېل وينا پرمهال ډ تېرشل کلن اشغال عواقب، زيانونه او همداشان د جهاد او حریت ارزښت بېان کړل.
ښاغلي محمدي د خپلو خبرو په جريان کې د نوي نسل سالمه تربیه د استادانو او د پوهنتون د ټول پرسونل مسؤليت وباله او د په ځانونو باندي د نبوي سنتو د لازمي اتباع هدايت يې ګډونوالو ته وکړ.
د غونډې له پیل وروسته، د تیرې ناستې پریکړو ته کتنه وشوه او اړوند مسایل بیا وڅېړل شول.
وروسته د اجنډا اړوندو موضوعاتو باندي بحثونه ترسره او لازمي پريکړي وشوې.
د شورا غړو خپل تیر فعالیتونه، ستونزې، نظرونه او راتلونکي پلانونه وړاندې کړل. همدارنګه، د ځینو نورو متفرقه مسایلو په اړه هم بحث ترسره پریکړې او مشورې وړاندې شوې.
په پای کې، ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.