ّبرنام تحت عنوان کتاب بکیر،کتاب بګذار در پوهنتون تخنیکي غزني

teug_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۴:۵۶
ه

د کتاب واخله، کتاب کېږده دوه ورځنی نندارتون پای ته ورسيد!

۰۲ / جمادی الاولی/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۴/ لړم/ ۱۴۰۳ لمريز
۰۴/ نومبر/ ۲۰۲۴ ميلادي

نن ورځ دوشنبه د غزني تخنيکي پوهنتون په انګړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د غزني تخنیکي پوهنتون په همکاري (د کتاب واخله کتاب کیږده) تر عنوان لاندې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پاېته ورسيد.

یاد نندارتون چې تيره ورځ يکشنبه پرانيستل شو، پر مهال يې د غزني تخنيکي پوهنتون رئيس پوهنمل فدا محمد محمدي، د علمي څيړنو مرستيال پوهنيار ذبيح الله عابد، استادانو،‌ مديرانو، د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار، د ياد رياست نورو مسؤلينو، سلګونه زده کړيالانو او د مطالعې علاقمندانو شتون درلود.

د غزني تخنیکي پوهنتون رئیس پوهنمل فدا محمد محمدي د خبرو پرمهال د مطالعې کلتور عامولو او مطالعې ته د زده کړیالانو د هڅونې په برخه کې د دا ډول نندارتونونو جوړول ګټور وبلل، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې په یاد نندارتون کې د یوه کتاب په اخیستلو او یوه کتاب په کیښودلو سره ګډون وکړي، د نوموړي په وینا هغه کتابونه، چې تاسو مخکې لوستلي دلته يې په بدل کې داسې کتاب ترلاسه کولای شئ، چې تر دې وړاندې مو نه وي مطالعه کړی.

د یادونې وړ ده چې په یاد نندارتون کې د غزني تخنيکي پوهنتون له لوري ۳۵۰ جلده بېلابېل دیني، کلتوري، ادبي، ټولنيز او اقتصادي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ۱۴۰۴ کال د وری ماشتي نوبتي ناسته

د وری میاشتې اداري شورا نوبتي ناسته د غزني تخنيکي پوهنتون په رياست مقام کې دائره شوه!

۱۹/ شوال المکرم/ ۱۴۴۶ هـ.ق
۲۷ / حمل / ۱۴۰۴ لمريز
۲۶ / اپريل / ۲۰۲۵ ميلادي

تيره ورځ چهارشنبه د غزني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

بخش سوم قانون آمربالمعروف و نهي عن المنکر براي کارمندان پوهنتون تخینکي غزني ارایه شد!

۱۱/ رمضان الکريم/ ۱۴۴۶ھ.ق
۲۱/حوت/ ۱۴۰۳لمريز
۱۱/ مارچ/ ۲۰۲۵ميلادي

نن ورځ سه شنبه، د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون کادري، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۴:۵۶
Background image

ّبرنام تحت عنوان کتاب بکیر،کتاب بګذار در پوهنتون تخنیکي غزني

د کتاب واخله، کتاب کېږده دوه ورځنی نندارتون پای ته ورسيد!

۰۲ / جمادی الاولی/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۴/ لړم/ ۱۴۰۳ لمريز
۰۴/ نومبر/ ۲۰۲۴ ميلادي

نن ورځ دوشنبه د غزني تخنيکي پوهنتون په انګړ کې د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS