جلسه در مورد حل مشکلات محصلین
له محصلانو سره د مشکلاتو د حل په موخه ناسته ترسره شوه!
۰۷/ربیع الثاني/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۹/ مېزان/ ۱۴۰۳لمريز
۱۰/ اکتوبر/ ۲۰۲۴مېلادي
نن ورځ پنجشنبه د غزني تخنيکي پوهنتون رئيس پوهنمل فدا محمد محمدي د ياد پوهنتون د رياست په مقام کې د محصلانو له استازو سره وکتل.
ياده ناسته چې هدف یې د محصلانو ستونزې او نظرونه اوريدل وو، پرمهال يې د ټولو څانګو د محصلانو نماينده ګانو حضور درلود.
استازو د غونډې پر مهال له رئيس صاحب سره خپلې ستونزې او نظرونه شريک کړل.
ښاغلي پوهنمل محمدي د يادو مشکلاتو د حل ترڅنګ محصلانو ته د پوهنتون د ارزښت او نظافت مراعاتولو په اړه لارښوونې وکړې.