الکترومیخانیک پوهنځۍ معرفي

Insert image

 

د الکترومیخانیک پوهنځی مخینه

د لوړو زده کړو وزارت درانه مقام د (2268 ) ګڼې د 04/09/1444 نېټې وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د ( 3305) ګڼې  10/09/1444/نېټې حکم پر بنسټ د  لوړو زده کړو وزارت د آتمې عالی شورا د ۰۳/۱۱/۱۴۴۴ نېټې ناستې په نتېجه کې د برښنا انجنیري څانګې، انرژي انجنیري څانګې او طبعی علوم غیر فارغ ده څانګو په لرلو سره رسما په فعالیت پیل وکړ.

د الکترو میخانیک پوهنځي لید لوری او رسالت

لید لوری (Vision)

الکترومیخانیک پوهنځی غواړي د ښې رهبري پر مټ  دهېواد په کچه د کار د بازار د غوښتنو مطابق په کار پوه انجنیرانو په روزلو او غوره څېړنو په ترسره کولو سره د یوه علمي-تحقیقي مرکز په توګه وپېژندل شي.

دیدگاه

پوهنحی الکترومیخانیک میخواهد رهبری خوب، تربیت انجنیران کار فهم به سطح کشور مطابق تقاضای بازار کار و انجام تحقیقات علمی منحیث یک نهاد علمی- تحقیقی شناخته شود.

کړنلاره (Mission)

الکترومیخانیک پوهنځی هڅه کوي چې د خپلو استادانو د ظرفیت لوړولو، معیاري نصاب تطبیق کولو، منظم اکادمیک چاپیریال په رامنځته کولو، له اړندوه سکتورونوسره د اړیکو په ټينګولو او د هیواد د اړتیا وړ څیړنو په ترسره کولو سره خپل لید لوری ته ورسيږي.

ماموریت

پوهنځی الکترومیخانیک تلاش مینماید با بلند بردن ظرفیت استادان، تطبیق نصاب معیاری، ایجاد محیط اکادمیک منظم، برقرار نمودن ارتباط با سکتورهای مربوطه و انجام دادن تحقیقات مورد نیاز هیواد، به دیدګاه خود برسد.

د الکترومیخانیک پوهنځی ارزښتونه

  • ټول اسلامي او افغاني مقدساتو او ارزښتونو ته درناوی
  • د افغانستان دولت او د هېواد نافذه قوانینو ته درناوی
  • انسانیت ته درناوی، ژبني، قومي، سمتي، مذهبي هر ډول تعصباتو څخه کرکه
  • خپلې ټولنې او دندې ته صادق او ژمن
  • د وطن د آبادۍ لپاره قوي اراده او د هر ډول فساد مخنیوی
  • په ښوونیزو – تحصیلي او تحقیقي چوپړتیاوو کې کیفیت
  • حساب ورکونه
  • د چارو په ترسره کولو کې شفافیت او عدالت

د الکترومیخانیک پوهنځی سټراټیژیکې موخې

  • د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو د وړتیا لوړاوی.
  • د علمي څېړنو ترسره کول.
  • د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې د دویم پړاو تېرول.
  • په مجهزو لابراتوارونو سره د ټولو څانګو سمبالتیا.
  • په پروجکټورونو او څارونکو کامرو سره د ټولګیو سمبالول او د پوهنځی دفترونو نښلول له انټرنټ سره.
  • د پوهنځی لپاره د یوې داسې خونې پیدا کول/ جوړول چې د ټولو تدریسي او اداري اړتیاوو ځواب ووایي.
  • دکتاب لوستنې لپاره د مناسب صالون لرونکی کتابتون.
  • د اکاډمیکو او اداري بستونو زیاتول د پوهنځی په اوسني تشکیل کې.
  • په اسلامي، انساني او ملي روحیه د هڅاندو، غښتلو او خلاقو محصلانو روزنه.
  • د زده کړیالانو مسلکي مهارتونو او تخصصي پوهې کیفي لوړول.

 

د الکترومیخانیک    پوهنځی تشکیلاتي جوړښت

 

 

د الکترومیخانیک پوهنځی کمېټې

د الکترو میخانیک پوهنځی کې لاندې کمېټې فعالیت کوي:

  1. د سټراټیژیک پلان کمېټه.
  2. د تحصیلي نصاب بیا کتنې کمېټه.
  3. د نظم او دسپلین او شکایتونو اوريدلو کمېټه.
  4. د ازموینو کمېټه.
  5. د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې کمېټه.
  6. د دبریښنایی زده کړو کمیټه