د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوی
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د غزني تخنیکي پوهنتون رهبري سره افتتاحي ناسته ترسره کړه!
۱۵/صفرالمظفر/۱۴۴۶ سپوږمیز
۲۹/زمري/۱۴۰۳ لمریز
۱۹/اګست/۲۰۲۴ زېږدیز
د لوړو زدهکړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست (۵) کسیز پلاوي هریو:
1. پوهنوال رضوان الله ممله وال د ننګرهار پوهنتون استاد
2. پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک د شیخ زاید پوهنتون استاد
3. پوهنمل محمدامین امین د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد
4. نعیم الله مومند د لوړو زدهکړو د تحصیلي بنسټونو د تضمین کیفیت آمر
5. د خصوصي تحصیلي بنسټونو د برنامو اعتبار ورکولو کارپوه محمدراشد راسخ د غزني تخنیکي پوهنتون رهبري سره افتتاحي ناسته ترسره کړه.
ناسته د قرآن عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د غزني تخنیکي پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنمل فدامحمد محمدي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غزني تخنیکي پوهنتون د کړنو مختصر راپور وړاندې کړ. راغلي پلاوي د ارزونې پروسې تګلاره د غزني تخنیکي پوهنتون رهبري سره شریکه کړه.
په پای کې د غزني تخنیکي پوهنتون رهبري د هراړخیزې همکارۍ او آسانتیاوو برابرولو ته ژمنتیا څرګنده کړه او غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.