د غزني تخنیکي پوهنتون د ممتازو محصلینو ستايل

teug_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۲۹
ص

غزني تخنیکي پوهنتون خپل ممتاز محصلان وستايل!
۰۶/ربيع الثاني/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۸/ مېزان/ ۱۴۰۳ل
۰۹/ اکتوبر/ ۲۰۲۴ ميلادي

نن ورځ چهارشنبه د غزني تخنیکي پوهنتون له لوري د ۱۴۰۳هـ ش کال د دوه ګونو پوهنځیو غوره( ممتاز) محصلان ديوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول.

په دغه ستاينغونډه کې چې د پوهنتون رئيس پوهنمل فدا محمد محمدي، مرستيالانو، استادانو، اداري کارکونکو، او ګڼ شمېر محصلينو هم برخه لرله، د مولوي صاحب محمدالله حامد په ښکلي اواز سره د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پېل شوه، په پيل کې د پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنمل محمدي د پرانیستي وینا پرمهال په تالار کې ټولو موجودو حاضرینو ته ښه راغلاست ووایه، محصلینو ته یې د ممتاز محصل د مقام ترلاسه کولو مبارکۍ ترڅنګ وويل هېواد له بل هر وخت اوس ځوانو مسلکي کادرونو ته اړتيا لري او تاسې به دغه تشه ډکوئ، همدارنګه بايد لا زيار وګالئ ، څو په خپل مسلک کې ځانګړي مهارتونه ترلاسه او په ټولنه کې د مثبت بدلون لامل شئ.

ورپسې د غزني تخنیکي پوهنتون د اسلامي ثقافت ځانګي آمر مولوي صاحب قدرت الله منصور وینا وکړه، نوموړي وویل په دغه محیط یعني پوهنتون کې باید د زده کړو ترڅنګ تربیت هم زده کړو، محصل له فراغت سره سم باید د علم ترڅنګ د سترو عزیمو اخلاقو څښتن هم وي، ښاغلي منصور همداراز د قرانکریم د مبارکو ایاتونو د رسول الله ص د احادیثو او د مثالونو په رڼا کې د ادب په اړه هراړخیزي خبرې وکړې.

وروسته د ستاینلیکونو د ویش په لړۍ کې د پوهنتون، پوهنځيو او څانګو په کچه عمومي ممتاز محصلان په ستاینلیکونو سره تقدیر شول، په پای کې یاده ناسته د مولوي صاحب عبدالرحمن سعد له لوري د دعا په ویلو سره پایته ورسیده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

د اضحيه (قرباني) اړوند علمي سمينار دائر شو!

د اضحيه (قرباني) اړوند علمي سمينار دائر شو!

۵/ذوالحجة الحرام/۱۴۴۶ هـ.ق
۱۲/جوزا/۱۴۰۴ هـ.ش
۲/جون/۲۰۲۵ م

نن ورځ دوشنبه، د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ۱۴۰۴ کال د وری ماشتي نوبتي ناسته

د وری میاشتې اداري شورا نوبتي ناسته د غزني تخنيکي پوهنتون په رياست مقام کې دائره شوه!

۱۹/ شوال المکرم/ ۱۴۴۶ هـ.ق
۲۷ / حمل / ۱۴۰۴ لمريز
۲۶ / اپريل / ۲۰۲۵ ميلادي

تيره ورځ چهارشنبه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د غزني تخنيکي پوهنتون کارمندانو ته د آمربالمعروف او نهي عن المنکر قانون دریمه برخه تشريح شوه!

۱۱/ رمضان الکريم/ ۱۴۴۶ھ.ق
۲۱/حوت/ ۱۴۰۳لمريز
۱۱/ مارچ/ ۲۰۲۵ميلادي

نن ورځ سه شنبه، د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون کادري، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د. . .

BACK TO NEWS