د غزني تخنیکي پوهنتون د وږي میاشتي اداري شورا نوبتي ناسته
د وږی میاشتي اداري شورا نوبتي ناسته ترسره شوه!
اليوم: ۲۲ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۰۵/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۲۶/ اګست/ ۲۰۲۴ ميلادي
نن ورځ دوشنبه د غزني تخنيکي پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې د وږی میاشتي اداري شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
ياده ناسته چې د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي ګلبدين احمد يوسف په مشرۍ دائره شوي وه، له آجنډا سره سم د قرآن عظيم الشان د مبارکو اياتونو په تلاوت پېل شوه.
وروسته ښاغلي مفتي احمد يوسف د پېل وينا پرمهال د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او زياته ېې کړه چي ټول اداري او خدماتي کارمندان بايد عباداتو ته ځانګړي پاملرنه او په اداره کي د يو اوبل متقابل احترام او له یو بل سره په کارونو کې همکاري وکړي.
تيرو پريکړو ته له هراړخيزي کتنې او د آجنډا په درج شويو موضوعاتو له بحث او خبرو اترو وروسته د شورا غړو خپل تیر فعاليتونه، ستونزې، نظرونه او راتلونکي پلانونه وړاندي کړل.
او په ځينو نورو متفرقه مسائلو له مباحثې او پريکړو وروسته ناسته د دعا په ويلو سره پایته ورسيده.