په غزني تخنیکي پوهنتون کي د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست پلاوي څارنه جریان لري
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي له لوري د اداري او اکاډمیکو څانګو ارزیابي روانه ده!
۱۶/صفرالمظفر/۱۴۴۶ سپوږمیز
۰۱/وږی/۱۴۰۳ لمریز
۲۲/اګست/۲۰۲۴ زېږدیز
د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست (۵) کسیز پلاوي هریو:
1. پوهنوال رضوان الله ممله وال د ننګرهار پوهنتون استاد
2. پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک د شیخ زاید پوهنتون استاد
3. پوهنمل محمدامین امین د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد
4. نعیم الله مومند د لوړو زده کړو د تحصیلي بنسټونو د تضمین کیفیت آمر
5. د خصوصي تحصیلي بنسټونو د برنامو اعتبار ورکولو کارپوه محمدراشد راسخ د غزني تخنیکي پوهنتون د لومړي مرحلې لپاره د اداري او اکاډمیکو څانګو د اسنادو او شواهدو د څېړني او ارزوني پروسه جریان لري.
یاده پروسه چي د غزني تخنیکي پوهنتون په بېلابیلو شعباتو کې ادامه لري، د څو ورځو راپدې خوا ټول اکاډمیک او اداري برخي پکې ارزول کیږي، نوموړی پلاوی د همدې پوهنتون په غوښتنه او د لوړو زده کړو محترم وزارت د لزوم دید په اساس د یاد پوهنتون لپاره د تضمين کيفيت د لومړي مرحلې د ارزوني لپاره ټاکل شوی دی.