به محصلین جدید شمول پوهنتون تخنیکي غزني ورکشاپ اشناسازی به پوهنتون ارایه ګردید

teug_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۱:۵۷
ه

د پوهنتون پېژندني ورکشاپ دائر شوو!
۲۹ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۲/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۰۲/ سپتمبر/ ۲۰۲۴ ميلادي

د غزني تخنیکي پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته د الکترومېخانیک پوهنځي د ۱۴۰۳ل کال کانکور له طریقه رابریالي شویو محصلانو ته د پوهنتون پېژندني یو ورځنی ورکشاپ دائر شوو.

یاد سمېنار چي تېره ورځ یکشنبه د غزني تخنیکي پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې دائر شوی وو، پرمهال یې د پوهنتون رئیس پوهنمل فدا محمد محمدي، معاونینو، استادانو او لسګونه محصلانو حضور درلود.

ورکشاف له اجنډا سره سم د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پېل شو، ورپسې د پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنمل محمدې محصلانو ته د پېل وینا پرمهال ښه راغلاست ووایه.

یاد سمینار چې په دوو برخو کې ترتیب شوی وو په لومړۍ برخه کې یې د مسلکي پرمختیایې مرکز آمر نوماند پوهنیار نیک محمد ریښتین د کریډیټ سېستم پېژندنه او د پوهنتون د تشکیلاتو، لابراتورونو، کتابتون، او نورو امکاناتو په اړه د محصلانو سره معلومات شریک کړل.

تر هغه وروسته د غزني تخنیکي پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي استاد او د برق څانګي آمر پوهنمل دوست محمد سروري د لوړو زده کړو وزارت مهم لوایح، قوانین او د نظم او ډیسپلین پالیسي تشریح کړه.

یاد سمینار د دعا په ویلو سره پایته ورسید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

جلسه در مورد حل مشکلات محصلین

له محصلانو سره د مشکلاتو د حل په موخه ناسته ترسره شوه!
۰۷/ربیع الثاني/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۹/ مېزان/ ۱۴۰۳لمريز
۱۰/ اکتوبر/ ۲۰۲۴مېلادي

نن ورځ پنجشنبه د غزني تخنيکي پوهنتون رئيس پوهنمل فدا محمد محمدي د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۱:۵۷
Background image

به محصلین جدید شمول پوهنتون تخنیکي غزني ورکشاپ اشناسازی به پوهنتون ارایه ګردید

د پوهنتون پېژندني ورکشاپ دائر شوو!
۲۹ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۲/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۰۲/ سپتمبر/ ۲۰۲۴ ميلادي

د غزني تخنیکي پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته د الکترومېخانیک پوهنځي د ۱۴۰۳ل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

پرکتیک علمي محصلین پوهنتون تخنیکي غزنی

ناور ولسوالي ته د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځي د اتم او شپږم سمستر محصلانو علمي پرکتیک پایته ورسید!
۲۴ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۰۷/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۲۸/ اګست/ ۲۰۲۴ ميلادي

تیره ورځ سه شنبه. . .

BACK TO NEWS