د غزني تخنیکي پوهنتون د محصلینو علمي پرکتیک

teug_admin
Wed, Aug 28 2024 3:13 PM
ه

ناور ولسوالي ته د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځي د اتم او شپږم سمستر محصلانو علمي پرکتیک پایته ورسید!
۲۴ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۰۷/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۲۸/ اګست/ ۲۰۲۴ ميلادي

تیره ورځ سه شنبه ناور ولسوالي ته د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشاف انجنیري څانګي د اتم او شپږم سمستر محصلانو لس ورځنی علمي پرکتیک پای ته ورسید.

د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشاف انجنیري څانګي محصلانو د جیولوجي عمومي او جیولوجي ساختماني علمي پرکتیک چي استادانو یې ملتیا کوله د تجربو حاصلولو، عملي کارونو او د یو لړ کاني ساحو د لیدنې په موخه د غزني ولایت ناور ولسوالي ته لس ورځنی علمي سفر پایته ورساوه.
په یاد علمي پرکتیک کي د ذکر شوي ځانګي د اتم سمستر ۳۹تنه او د شپږم سمستر ۴۷ تنه محصلان شامل و، چي پرمهال یې د لیتیمو معادن، بند بهایې، بهایې ولکان، د کوریلا په ساحه کي د تراورتینومعدن، خواجه غریبا ولکانو، د ګچو معدن او نورو مختلفو ساحو څخه لیدنې ترسره کړې.

د یادولو وړ ده چي؛ د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځي د سیول څانګې (۲۲) دوه ویشت تنه زده کړیالانو هم تیره ورځ د غزني ولایت د سردې بند ته علمي پرکتیک ترسره کړی وو.

Latest news

Mon, Oct 14 2024 11:03 AM
Background image

له محصلانو سره د مشکلاتو د حل په موخه ناسته

له محصلانو سره د مشکلاتو د حل په موخه ناسته ترسره شوه!
۰۷/ربیع الثاني/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۹/ مېزان/ ۱۴۰۳لمريز
۱۰/ اکتوبر/ ۲۰۲۴مېلادي

نن ورځ پنجشنبه د غزني تخنيکي پوهنتون رئيس پوهنمل فدا محمد محمدي د. . .

Wed, Oct 09 2024 2:29 PM
Background image

د غزني تخنیکي پوهنتون د ممتازو محصلینو ستايل

غزني تخنیکي پوهنتون خپل ممتاز محصلان وستايل!
۰۶/ربيع الثاني/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۸/ مېزان/ ۱۴۰۳ل
۰۹/ اکتوبر/ ۲۰۲۴ ميلادي

نن ورځ چهارشنبه د غزني تخنیکي پوهنتون له لوري د ۱۴۰۳هـ ش کال د دوه ګونو پوهنځیو. . .

Mon, Sep 02 2024 11:57 AM
Background image

د غزني تخنیکي پوهنتون نوو شامل شوو زده کړیالانو ته د پوهنتون پیژندني ورکشاپ وړاندي کولو په ټراو

د پوهنتون پېژندني ورکشاپ دائر شوو!
۲۹ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۲/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۰۲/ سپتمبر/ ۲۰۲۴ ميلادي

د غزني تخنیکي پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته د الکترومېخانیک پوهنځي د ۱۴۰۳ل. . .

BACK TO NEWS