پرکتیک علمي محصلین پوهنتون تخنیکي غزنی

teug_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۵:۱۳
ه

ناور ولسوالي ته د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځي د اتم او شپږم سمستر محصلانو علمي پرکتیک پایته ورسید!
۲۴ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۰۷/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۲۸/ اګست/ ۲۰۲۴ ميلادي

تیره ورځ سه شنبه ناور ولسوالي ته د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشاف انجنیري څانګي د اتم او شپږم سمستر محصلانو لس ورځنی علمي پرکتیک پای ته ورسید.

د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشاف انجنیري څانګي محصلانو د جیولوجي عمومي او جیولوجي ساختماني علمي پرکتیک چي استادانو یې ملتیا کوله د تجربو حاصلولو، عملي کارونو او د یو لړ کاني ساحو د لیدنې په موخه د غزني ولایت ناور ولسوالي ته لس ورځنی علمي سفر پایته ورساوه.
په یاد علمي پرکتیک کي د ذکر شوي ځانګي د اتم سمستر ۳۹تنه او د شپږم سمستر ۴۷ تنه محصلان شامل و، چي پرمهال یې د لیتیمو معادن، بند بهایې، بهایې ولکان، د کوریلا په ساحه کي د تراورتینومعدن، خواجه غریبا ولکانو، د ګچو معدن او نورو مختلفو ساحو څخه لیدنې ترسره کړې.

د یادولو وړ ده چي؛ د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځي د سیول څانګې (۲۲) دوه ویشت تنه زده کړیالانو هم تیره ورځ د غزني ولایت د سردې بند ته علمي پرکتیک ترسره کړی وو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

جلسه در مورد حل مشکلات محصلین

له محصلانو سره د مشکلاتو د حل په موخه ناسته ترسره شوه!
۰۷/ربیع الثاني/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۹/ مېزان/ ۱۴۰۳لمريز
۱۰/ اکتوبر/ ۲۰۲۴مېلادي

نن ورځ پنجشنبه د غزني تخنيکي پوهنتون رئيس پوهنمل فدا محمد محمدي د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۱:۵۷
Background image

به محصلین جدید شمول پوهنتون تخنیکي غزني ورکشاپ اشناسازی به پوهنتون ارایه ګردید

د پوهنتون پېژندني ورکشاپ دائر شوو!
۲۹ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۱۲/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۰۲/ سپتمبر/ ۲۰۲۴ ميلادي

د غزني تخنیکي پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته د الکترومېخانیک پوهنځي د ۱۴۰۳ل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

پرکتیک علمي محصلین پوهنتون تخنیکي غزنی

ناور ولسوالي ته د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځي د اتم او شپږم سمستر محصلانو علمي پرکتیک پایته ورسید!
۲۴ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۰۷/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۲۸/ اګست/ ۲۰۲۴ ميلادي

تیره ورځ سه شنبه. . .

BACK TO NEWS