د غزني تخنیکي پوهنتون د محصلینو علمي پرکتیک

teug_admin
Wed, Aug 28 2024 3:13 PM
ه

ناور ولسوالي ته د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځي د اتم او شپږم سمستر محصلانو علمي پرکتیک پایته ورسید!
۲۴ / صفرالمظفر/ ۱۴۴۶ھ.ق
۰۷/ وږی/ ۱۴۰۳ لمريز
۲۸/ اګست/ ۲۰۲۴ ميلادي

تیره ورځ سه شنبه ناور ولسوالي ته د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشاف انجنیري څانګي د اتم او شپږم سمستر محصلانو لس ورځنی علمي پرکتیک پای ته ورسید.

د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشاف انجنیري څانګي محصلانو د جیولوجي عمومي او جیولوجي ساختماني علمي پرکتیک چي استادانو یې ملتیا کوله د تجربو حاصلولو، عملي کارونو او د یو لړ کاني ساحو د لیدنې په موخه د غزني ولایت ناور ولسوالي ته لس ورځنی علمي سفر پایته ورساوه.
په یاد علمي پرکتیک کي د ذکر شوي ځانګي د اتم سمستر ۳۹تنه او د شپږم سمستر ۴۷ تنه محصلان شامل و، چي پرمهال یې د لیتیمو معادن، بند بهایې، بهایې ولکان، د کوریلا په ساحه کي د تراورتینومعدن، خواجه غریبا ولکانو، د ګچو معدن او نورو مختلفو ساحو څخه لیدنې ترسره کړې.

د یادولو وړ ده چي؛ د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځي د سیول څانګې (۲۲) دوه ویشت تنه زده کړیالانو هم تیره ورځ د غزني ولایت د سردې بند ته علمي پرکتیک ترسره کړی وو.

Latest news

Thu, Oct 08 2026 12:12 PM
Background image

!د غزني تخنیکي پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د ۷ خالي بستونو د ازمویني خبرتیا

!د غزني تخنیکي پوهنتون د اعلان شویو اداري بستونو د آزموینې خبرتیا

غزني تخنیکي پوهنتون ټولو هغو محترمو نوماندانو ته خبر ورکوي چې د اعلان شوو اداري بستونو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي دي،. . .

Thu, Feb 26 2026 10:23 AM
Background image

! خبرتیا

د غزني تخنیکي پوهنتون د دری ګونو پوهنځیو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کیږي،چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د پسرلني سمستر درسونه د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د کب (حوت)میاشتې په (۱۶) نېټه پیل کیږي؛ نو په همدې. . .

Tue, Oct 14 2025 12:35 PM
Background image

Three-Day Workshop on Essential Computer Usage in Office Administration!

Three-Day Workshop on Essential Computer Usage in Office Administration Launched!

20 Rabiʿ al-Thani 1447 AH
21 Mizan 1404 SH
13 October 2025 AD

A three-day training workshop titled “E. . .

BACK TO NEWS