!د غزني تخنيکي پوهنتون کارمندانو ته د آمربالمعروف او نهي عن المنکر قانون دریمه برخه تشريح شوه

teug_admin
Tue, Mar 11 2025 11:00 AM
ه

۱۱/ رمضان الکريم/ ۱۴۴۶ھ.ق
۲۱/حوت/ ۱۴۰۳لمريز
۱۱/ مارچ/ ۲۰۲۵ميلادي

نن ورځ سه شنبه، د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون کادري، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحي عقيدوي درسونو په لړۍ کې د آمرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت قانون اړوند رسمي جریدې د توشیح سوي فرمان د مادو د تشريح سيمينار دریمه برخه دائره شوه.

سيمينار د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې، د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر  مولوي عبدالرحمن سعد ، د آمرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت قانون رسمي جریدې د توشیح شوي فرمان د مادو تشریح پیل کړه.
نوموړي په خپله وینا کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر قانون د اړوندو مادو تفصیل وړاندې کړ او د پوهنتون کارکوونکو ته یې د دې قانون په اړه ژوره پوهه ورکړه. د سيمينار پرمهال، مولوي عبدالرحمن سعد د سیمینار په دریمه برخه کې د دغه قانون له پنځه ويشتمې مادې تر پنڅه دیرشمي مادې (ترپایه) پوري ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

په سيمينار کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او د هغوۍ اندېښنې او پوښتنې حل شوې.
دغه سيمينار د حاضرینو له فعال ګډون او غور څخه وروسته په دعا سره پای ته ورسېد.
د سیمینار په پای ته رسیدو سره، ګډونوالو د دغه قانون په اړه نوي معلومات ترلاسه کړل چې د خپلو دندو او مسئولیتونو په برخه کې به ورته ګټور ثابت شي.

Latest news

Thu, Feb 26 2026 10:23 AM
Background image

! خبرتیا

د غزني تخنیکي پوهنتون د دری ګونو پوهنځیو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کیږي،چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د پسرلني سمستر درسونه د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د کب (حوت)میاشتې په (۱۶) نېټه پیل کیږي؛ نو په همدې. . .

Tue, Oct 14 2025 12:35 PM
Background image

Three-Day Workshop on Essential Computer Usage in Office Administration!

Three-Day Workshop on Essential Computer Usage in Office Administration Launched!

20 Rabiʿ al-Thani 1447 AH
21 Mizan 1404 SH
13 October 2025 AD

A three-day training workshop titled “E. . .

Sat, Aug 02 2025 9:40 AM
Background image

!د غزني تخنيکي پوهنتون د خزاني سمستر درسونو د پیل او نوو بریالي شوو زده کړیالانو د نوم لیکني خبرتیا

د غزني تخنيکي پوهنتون ټولو محصلینو، په ځانګړي ډول جدیدالشمولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چي د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري میاستي په ۱۱مه نیټه ، چي د شنبې ورځي  سره برابره ده، دد خزاني سمستر. . .

BACK TO NEWS